کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د انګلستان په پلازمېنې لندن کې یو شمېر افغان کډوالو چې په افغانستان کې د اوسنی حکومت تر بیا واکمنۍ وروسته لېږدول شوی، اعتراض کړی چې حکومت یې له پلازمېنې څخه د دغه هېواد یوې لرې پرتې سیمې ته لېږدوی.
د لندن د ساوت کینسنګټن سیمې په هوټلونو کې دېره په لسګونو افغان کورنیو ته د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت امر کړی، چې له لندن څخه ۲ سوه میله لرې د لیډز سیمې ته کډه وکړی.
دغې پرېکړې افغان کډوال اندېښمن کړی او اعتراض سره یې محکمې ته د تللو تکل کړی دی.
افغان کډوال د انګلستان له حکومته غوښتنه کړې، چې دوی ته د روان تعلیمی کال تر پایه پورې څو میاشتې نور وخت ورکړی، څو په لندن کې پاتې شی.
افغانستان کې د تېرې واکمنۍ تر پرځېدو وروسته انګلستان نږدې ۱۶ زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې، چې نږدې نهه زره یې لاهم هلته هوټلونو کې دېره دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ