کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د پاکستان پوځ په یوه رسنیزه بیانیه کې ویلی، چې امنیتی ځواکونو یې د سه شنبې په شپه ناوخته د تحریک طالبان پاکستان له جنګیالیو سره نښته کړې.
د دوی په خبره دغه نښته د خېبر پښتونخوا په لکی مروت سیمه کې شوې چې په پایله کې یې د تحریک طالبان پاکستان ۱۲ غړی وژل شوی دی.
مقابلې ډلې تر اوسه ځانته د اوښتی ځانی تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی، خو په تېر کې یې څو وار دغه سیمه کې پر پاکستانی پوځیانو برید کې پوځ ته مالی او ځانی زیان اړولی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ