معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې د یو قاضي د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي

هلمند کې د یو قاضي د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۰ مه نېټه):
رسنیو ته ځینو ځايي سرچينو ويلي، چې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د مولوي سيدګل په نوم یو قاضي تېره ورځ د ناپېژاندو کسانو له لوري وژل شوى دى.
دغو سرچینو یادو رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې نوموړی د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه څخه نهر سراج ولسوالۍ ته پر لاره و، چې د شینوارو په سیمه کې پرې دغه برید ترسره شوی دی.
تر اوسه ځایي امنیتي مسوولینو د دغې پېښې پخلی نه دی کړی او نه هم کوم لوري د دغه برید د مسوولیت منلو او علت روښانه کولو په اړه رسنیو ته څه ویلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس