کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې ترکیه کې له زلزله ځپلو سره د ژغورنې او مرستې رسولو په برخه کې د ترکیې د حکومت پر کمزوری فعالیت ټویټر کې انتقادونه زیات شول، د دغې هېواد د مخابراتی شرکت له لوری ترکیه کې د ټویټر فعالیت وتړل شو.
تر اوسه معلومه نه ده چې د ټویټر دا تړل به دایمی وی، که موقتی بڼه به ولری.
بل لور یو شمېر داسې راپورونه هم لاس په لاس شوی چې ګنې پولیسو نږدې ۱۸ کسان د دغه هېواد پر ولسمشر رجب طیب اردوغان باندې تر تندو نیوکو وروسته نیولی دی.
اردغان د زلزلو له امله د ملی ماتم ترڅنګ د هېواد په لسو ولایتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
وروستی راپورونه وایی چې د دغو زلزلو له امله ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۱۲ زره کسانو څخه اوښتی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ