بلوچستان کې یوې بمې چاودنې د پاکستانی پوځ د یو جګړن په ګډون دوه تنه ووژل او درې تنه نور یې ټپیان کړل:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
پاکستانۍ رسنۍ وایی، د بلوچستان په کوهلو سیمه کې پر پاکستانی پوځیانو یوه بمی چاودنه شوې، چې په کې د یوه جګړن په ګډون دوه پوځیان وژل شوی او درې تنه نور ټپیان دی.
دغو رسنیو ته د کوهلو سیمې یوه ځایی چاراوکی ویلی، تېره ورځ د دغې پېښې ترڅنګ یوه بله چاودنه هم شوې چې په کې یو بل تن ژوبل شوی دی.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلی، چې د چاودنې ښکار شوی امنیتی کسان دې سیمه کې د وسلوالو ډلو پر وړاندې په عملیاتو بوخت وو.
د دغه برید مسوولیت د بلوڅو بېلتونپالو د خپلواکۍ پوځ په غاړه اخیستی.
تر یادو پېښو څو ساعته وړاندې په ورڅېرمه ډېره بګټی سیمه کې د ناپېژانده وسلوالو په برید کې د ملېشه ځواک یو سرتېری ووژل شو او دوه تنه نور په کې ټپیان شول.
پاکستان دې وروستیو کې د سخت امنیتی او اقتصادی کشالې سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.