برېټانیا وایی، له افغانستانه د خپلو متحدینو افغانانو وېستلو ته دوام ورکوی:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې برېټانیا ویلی، زرګونه هغه افغانان چې برېټانیا کې د مېشت کېدو په شرایطو برابر دی، لاهم افغانستان کې تر ګواښ لاندې ژوند کوی.
د برېټانیا کورنیو چارو وزارت ویلی، تازه یې په شرایطو برابر درې سوه نور افغانان هم تشخیص کړی، چې له موندلو وروسته به یې خپلو کورنیو سره له افغانستانه وباسی.
دوی زیاته کړې، د افغان وګړو د مېشتېدنې بهیر لاهم روان دی، چې له مخې به یې په راتلونکو پنځو کلونو کې شل زره په شرایطو برابر او زیان منونکی افغانان خپل هېواد ته ولېږدوی.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې تر اوسه نږدې پنځلس زره افغانان چې برېټانیا ته د تګ په شرایطو برابر وو، له افغانستانه وېستلی دی.
د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې مهال کوی، چې د برېټانیا پارلمان دفاعی کمېټې په افغانستان کې د برېټانیا په رول او په ۲۰۲۱ کال له دې هېواده د برېټانوی ځواکونو وتل له ناورینه ډکه پېښه بللې او په اړه یې د یوې دولتی پلټنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

Telegram (https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl)
Gaheez News_ګهیځ نیوز
ګهیځ د هېواد اړوند د کره، پر وخت او بې پرې خبرونو هېنداره…!

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.