ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۵ زرو واوښت:

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۲ مه نېټه):
په داسې حال کې چې ترکیه کې لا هم تر ودانیو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورنې عملیات روان دی، د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې په ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۵ زرو تنو څخه واوښت.
که څه هم په سوریه کې د سپینې هیلمټ مرستندویه سازمان اعلان وکړ چې د خاورو لاندې د ژوندیو خلکو د لټون عملیات پای ته رسیدلی، خو نړیوالو رسنیو ته یو شمېر سوریایی وګړو ویلی، چې د دوی د کورنۍ غړی او دوستان لا هم تر ودانیو لاندې نادرکه دی.
د سوریې په زلزله ځپلو سیمو کې تر اوسه د ۳۵۰۰ تنو مړینه ثبت شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.