کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلی، چې وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې د G5 په کنفرانس کې ګډون وکړی.
مسوولینو زیاته کړې، چې قلندر عباد به د دغه سفر پرمهال یاد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ ایران کې له یو شمېر مسوولینو او د صحی برخې له کارکوونکو سره هم لیده_کاته ولری.
یاد وزارت زیاته کړې، چې عباد به ایرانی لوری سره په افغانستان کې دجوړېدونکې سرطان د درملنې د مرکز د ظرفیت لوړولو او په کابل او بامیانو کې د جوړو شویو روغتونونو د ظرفیت لوړولو او ګڼ شمېر نورو اړخونو په اړه خبرې او لیدنې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ