کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د شمالی وزیرستان په میرعلی سیمه کې یو ځانمرګی بریدګر له چاودېدونکو توکو ډکه کړې رکشه د امنیتی ځواکونو یو موټر سره جنګولې او چاودنه یې رامنځته کړې.
د میر علی سیمې ځایی امنیتی چارواکو پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې تر چاودنې وروسته نورو امنیتی ځواکونو سیمه کې چاڼیز عملیات هم پیل کړې دی.
چارواکو دغه برید کې د درې سرتیرو وژل کېدل او د ۲۲ نورو ټپی کېدل تایید کړی دی.
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې دغه سیمه کې د تېلو او ګازو د کشف او استخراج یوې کمپنۍ کار کولو.
تحریک طالبان پاکستان د دغې برید مسوولیت منلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ