افغانان د پاکستانی ویزو پر کېنسل کېدو او پر دغو ویزو د سلګونه ډالرو ورکړې تر پوزې راوستی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
ګهیځ نیوز سره خبرو کې یو شمېر افغانانو نیوکه کړې، چې پاکستان سفارت کې د کارکوونکو کمېشنکاران د اووه نیم سوه ډالرو بدل کې د یوې اونۍ په اوږدو کې خلکو ته په عادی ډول ویزې لګوی او نور تکلیف کې ایسار اړمن خلک بې سرنوشته خپلو ویزو لپاره لسګونه ورځې انتظار باسی.
دوی نیوکه کوی چې یاد کمېشنکاران پرته له کوم عذره چې ناروغ یا بله کومه مهمه ستونزه هم ونه لرې، د دغو ډالرو په اخیستو سره د یوې اونۍ په موده کې یو شمېر کسانو ته ویزې لګوی.
دوی زیاتوی، چې آن د یوې ورځې په موده کې هم د ۱۱ سوو او ۱۲ سوو ډالرو په بدل کې دغه کسان خلکو ته ویزې لګوی.
دوی تور پورې کوی چې پاکستانی لوری دغو کمېشنکارانو سره په فساد کې شریک دی او له همدې امله د عادی خلکو ویزې له بلها ستونزو سره مخ دی.
د دغو خلکو نیوکې په داسې مهال کوی چې لا هم زرګونه افغانانو پاکستانی ویزو ته په تمه نوم لیکنې کړی، چې ډېری غوښتنلیکونه پرته له کوم معقول دلیله هره ورځ د پاکستان له لوری د ۸.۱۸ ډالره فیس اخیستلو باجود کېنسل کیږی.
د چارو څارونکی دغه برخه کې له افغان چارواکو غوښتنه کوی چې په دې برخه کې له پاکستانی لوری سره خبرې وکړی، خو افغان لوری لا په دې اړه تر اوسه څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.