وزیرستان کې د پاکستانی پولیسو پر افسرانو برید کې اته تنه ټپیان شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو د ځایی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ شمالی وزیرستان کې لومړی نامعلومو وسلوالو د یو پولیس افسر پر کور برید کړی او هغه یې ټپی کړی.
دغو چارواکو رسنیو ته زیاته کړې، چې روغتون ته د نوموړی پولیس په انتقال کې د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې په کې اووه تنه نور پولیس افسران ټپیان شوی دی.
چارواکو رسنیو ته د ټپی افسرانو د روغتیایی حالت په اړه نور جزیات نه دی ورکړی.
دې وروستیو کې پر پاکستانی پولیسو او پوځیانو بریدونو زور موندلی چې له امله یې دوی ته وخت نا وخت مرګ_ژوبله اوړی.
د دغې برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نۀ دی منلی، خو په تېر کې دا ډول ډېری بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د غړو له لوری ترسره شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.