عبدالسلام حنفی وایی، د تعلیمی بنسټونو له تقویت پرته د خپلواکۍ ساتل یو خوب دی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۴ مه نېټه):
د ریاست الوزرا د دفتر اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی د یوې غونډې پرمهال په غیر مستقیم ډول افغانستان کې پر تعلیمی نیمګړتیاوو نیوکه کړې.
نوموړی ویلی، څو چې موږ خپل تعلیمی بنسټونه له کیفیتی او کمیتی اړخ نه پیاوړی نه کړو، هېڅکله به خپل وطن خپلواک نه کړو.
حنفی زیاته کړې، چې د اسلامی مشر دنده یوازې د چارو منع کول نۀ دی، بلکې د ده په خبره د یوې مسلې د ممنوعیت اعلانونو په صورت کې باید سالمه او صحی لار هم خلکو ته وښایی.
که څه حنفی په مستقیم ډول د نجونو پر زده کړو د بندیز یادونه ونه کړه، خو دې وروستو کې د افغان مشرانو ترمنځ د نجونو د تعلیم په اړه د نظر اختلافات ورځ تر بلې ظاهریږی.
د نجونو پر مخ د منځنیو او لوړو زده کړو ترڅنګ کاری بندیزونو پراخ کورنی او نړیوال غبرګونونه راپارولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.