ملګری ملتونه افغانستان سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د عالی کمېشنرۍ مرستیالې یومیکو تاکاشیما ویلی، ۹۰ سلنه افغانان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوی چې باید دغه هېواد سره بشری مرستې دوام وکړی.
نوموړې ویلی، چې د مېرمنو په اړه د سرپرست افغان حکومت وروستیو پرېکړو د بشردوستانه مرستو بهیر اغېزمن کړی، خو زیاتوی چې د ملګرو ملتونو سازمان په پکتیکا ولایت کې نږدې ۱۳۰۰ کورنیو سره د کورونو د جوړولو په برخه کې مرسته کړې او خپلو مرستو ته به نور هم پراختیا او چټکتیا ورکړی.
نوموړې وړاندې ویلی، چې د افغانستان ۹۸ سلنه خلک په فقر کې ژوند کوی او د دغه هېواد د نفوس څه باندې نیمه برخه بېړنیو نړیوالو مرستو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.