بشارالاسد سوریه کې د مرستو رسولو لپاره دوه اضافی نقطې پرانیستې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش تایید کړې، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد موافقه کړې چې د پولې هاخوا د مرستو رسولو لپاره به دوه نورې اضافی نقطې هم پرانیزی.
ګوتریش په یوه بیان کې د بشارالاسد د دغې پرېکړې ستاینه کړې چې له ترکیې څخه د سوریې شمال لویدیځ ته د باب السلام او الرای دوه نقطې د بشری مرستو د رسولو لپاره خلاصوی.
دغه لارې به د دریو میاشتو لپاره پرانیستې وی.
بل لور د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتې ویلی چې په زلزله ځپلو سیمو کې امنیتی وضعیت تر کنټرول لاندې دی او ویلی یې دی چې حکومت به له دغه هېواد څخه د غیر قانونی کډوالو څپې ته اجازه ورنه کړی.
سوریه او ترکیه کې د دغو زلزلو له امله تر اوسه له ۳۷ زرو څخه د ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده.
له یو لک تنو پورته ټپیان او میلیونونه تنه نور بې ځایه شوی دی.
د اردوغان مرستیال ولسمشر په وینا چې یوازې ترکیه کې د دغو زلزلو له امله نږدې ۴۲ زره ودانۍ ویجاړې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.