کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د ریاست الوزرا د اقتصادی مرستیال دفتر په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د سوالګرو راټولولو کمېټې یې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۲۸ زره ۴۳۳ سوالګر راټول کړی دی.
دغه ریاست زیاته کړې چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۱۲زره ۲۷۲ ښځینه دی چې تر ارزونې وروسته یې ۵۶۱۷ مستحقې او ۶ زره ۶۵۵ یې بیا حرفوی سوالګرې پېژندل شوې دی.
اعلامیه زیاتوی، چې ۳۷۱۶ نور نارینه دی چې تر ارزونې وروسته یې ۱۱۹۳ مستحق ګڼل شوی او ۲۵۲۳ بیا حرفوی سوالګر دی.
د دې ترڅنګ په راټولو شویو سوالګرو کې ۱۲ زره ۴۴۵ تنه ماشومان دی چې له ډلې یې ۴ زره ۳۵۹ مستحق او ۸۰۱۶ حرفوی او ۷۰ بې سرپرسته ماشومان دی. په اعلامیه کې راغلی چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوری روزنتون ته داخلېږی او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږی.
دې وروستیو کې افغان حکومت کابل کې په ډېرې چټکۍ سره د سوالګرو د راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ