په داسې حال کې چې په نړۍ کې پرته له یو څه محدود قیمته د نړۍ د هېڅ هېواد پر ویزه دومره دروند لګښت نه راځی، زموږ ګاونډی هېواد پاکستان، اوس افغانانو ته په سمدستی توګه د ویزې لګولو قیمت د عمرې او حرمینو د زیارت تر ویزې او ټکټ تر قیمت لوړ کړی دی.
دا پداسې حال کې ده چې له لسیزو را پدېخواه، زمونږ دغه ګاونډی هېواد، افغانانو ته په راغلو نړیوالو مرستو تغذیه شوی او په میلیونونو تنو افغانانو یې د مهاجرت پر مهال دښتې او غرونه ور آباد کړی.
همدارنګه له یرغلګرو شوروی او امریکا سره د افغانانو د جهاد پرمهال، له خوارو او مظلومو افغانانو سره د نړیوالو په مرستو کې سم نیم شریک پاکستان د تاریخ په اوږدو کې له دغو خوارو او پناه وروړیو افغانانو څخه په اعظمی توګه هر اړخیزه ګټه پورته کړې او لا هم په سلګونه افغان پانګوال او کار و باری خلک په دغه ملک کې پر پانګونه بوخت دی.
خو له بده مرغه دغه ملک د څو کلونو راهیسې عامو او ناروغه افغان وګړیو ته د ویزو په ورکړه کې عام له مختلفو بهانو او ځورونې کار اخلی او بېچاره افغانان یې له سخت کړاو سره مخ کړی دی.
پاکستان چې اوسمهال په خپله هم له سختې سیاسی او اقتصادی انزوا سره مخ دی او د ګدایۍ کچکول یې غاړې ته اچولی له نړیوالو هېوادو په عذر او زاریو مرستې غواړی، دغه هېواد ته د تلونکو عامو او ناروغه افغانانو د ویزو پر درخواستونو بل ډول تجارت پیل کړی او د ویزو د غوښتنلیک د نه منلو یا کېنسل کولو او د همدې وګړو له خوا بیا ځلی درخواست د ورکړې له لارې هره ورځ په لکهاوو ډالر ترلاسه کوی.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغان له کره ثبوتونو او شواهدو سره ادعا لری چې په کابل کې د پاکستان سفارت او د هېواد په مهمو لویو ښارونو کې ددې هېواد د قونسلګریو له لارې عامو افغانانو ته د ویزو د ورکړې لړۍ د ځانګړیو کمېشنکارانو او ایجنټانو له لارې ترسره کېږی د یوه معین مقدار پیسو او هغه هم د امریکایی ډالرو په بدل کې ورکول کېږی.
خو هغه خوار افغانان چې نه د دومره پیسو د ورکړې توان لری او بل خوا د درملنې یا کوم بل ضروری کار لپاره یې هغه هېواد ته تلل هم اړین وی،په تکلیف کې ایسار اړمن خلک، بې سرنوشته خپلو ویزو لپاره په اونیو اونیو انتظار باسی.
خو هغه کسان چې د پیسو او رشوت په ورکړه قادر دی، ددغه کمېشنکارانو له لارې او پرته لدې چې کومه خاصه ستونزه ولری د یوې اونۍ په موده کې ویزه ترلاسه کوی او کولای شی دغه هېواد ته سفر وکړی.
ځینی عینی شاهدان لا وایی چې خلک آن د یوې ورځې په موده کې هم د ۱۱ سوو او ۱۲ سوو ډالرو په بدل کې دغه هېواد ته د ورتلو ویزه ترلاسه کولای شی.
خلک تور پورې کوی چې پاکستانی ډیپلوماتان او د دوی سرحدی مامورین له دغه کمېشنکارانو سره په فساد کې شریک دی او له همدې امله د عادی خلکو ته د ویزو د ورکړې لړۍ له ډول ډول ستونزو سره مخ ده.
بل لوری ته ګورو چې هره ورځ د پاکستان د ویزې غوښتنې لس ګونه درخواستونه چې د عامو افغانانو له خوا وړاندې شوی، بېرته کېنسل کېږی، په داسې حال کې چې پاکستان د ویزې غوښتنلیک د ډکولو په لومړیو کې ۸ ډالره د فیس په نوم له هغو بېچاره افغانانو څخه اخلی، چې خپل هېواد کې یا د بې روزګارۍ او یا د صعب العلاجه ناروغۍ څخه تنګ راغلی وی.
اوس هم زرګونه افغانانو پاکستانی ویزو ته په تمه نوم لیکنې کړی، چې لسګونه غوښتنلیکونه د کوم معقول دلیل د شتون پرته هره ورځ د دغه فیس له ورکړې سره سره کېنسل کېږی.
اوس دا پوښتنه پیدا کېږی چې ځان ته د مسلمان هېواد نوم ورکوونکی څنګه کولی شی، په سخت وضعیت کې د بل مسلمان د ایسارېدو څخه په دومره غټه کچه ناسمه استفاده وکړی؟
اوس هغه څه چې په کار دی دا دی تر څو افغان چارواکی په دې برخه کې له پاکستانی لوری سره سمې خبرې وکړی، خو متأسفانه څه په تېر جمهوریت کې او څه اوس د امارت په وخت کې، پاکستانی واکمن او د هغوی سرحدی ساتونکی او چارواکی ددې ستونزې د هوارۍ لپاره سم ګام نه اخلی او یا نه غواړی دا ستونزه په سمه او اساسی توګه حل کړی.
زمونږ په یاد دی چې د همدې ویزو ترلاسه کولو په موخه تېره واکمنۍ کې په یوه ورځ یوازې په یوه سیمه کې یوولس تورسرې تر پښو لاندې مړې شوې، خو نه چا پدې موضوع کوم غوږ وګروو او نه هم اوسنیو چارواکو تر اوسه پر افغان ملت د پاکستان د دغه تجارت په اړه کوم پرېکنده اقدام کړی دی.
د همدې پرله پسې بې غوریو له امله له افغان ولس نه د خېرات غوا جوړه شوې، چې د پخو شویو غوښو خوړلو ته یې ټول تیار دی، خو د ستونزو د حل لپاره یې هېڅ څوک هم د اساسی او بنسټیز کار کولو ته چمتو ندی. پدې هیله چې نور خوار افغان ولس د ګاونډیانو له هرې ورځنی استعمار نه خلاص کړای شی.
“والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تیصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ