کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو پر بنسټ پاکستان د پیسو له نړیوال وجهی صندوق څخه د ۱.۱ میلیارد ډالرو پور ترلاسه کولو لپاره خپل هېواد کې ۱۷۰ میلیارده پاکستانۍ کلدارې مالیه لوړوی.
اقتصادی کارپوهان وایی، چې په دې سره به پاکستان کې د توکو نرخونه لا لوړ او خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شی.
تر دې وړاندې پاکستانی چارواکو ویلی وو چې د پیسو له نړیوال وجهی صندوق څخه یې د پور اخیستو لپاره سخت ترینو شرایطو ته د مجبورۍ له امله غاړه کېښوده.
پاکستان په دې وروستیو کې د سخت اقتصادی انزوا سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ