کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د دغې سازمان مسوولینو د یادې ناروغۍ د واکسین او درملنې پر لارو چارو د بحث لپاره راټول شوی وو، چې تر اوسه یې لږ تر لږه ۹ کسان له امله مړه شوی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، چې دا ویروس د ایبولا په پرتله ډېر وژونکی دی.
دغه خطرناک ویروس د تبې او وینې په راتلو سره د ناروغ د مړینې احتمال ۸۸ سلنه ډېروی.
د افریقا د روغتیا سازمان چاروکو ماربورګ یوه ساری ناروغی بللې چې له خلکو سره د اړیکو، د جامو او د خوب بسترونو له لارې خپریږی.
تر دې دمه د ۱۶ اخته ناروغانو څخه ۹ مړه شوی دی.
رواغتیایی مسوولین پر دغې ویروس د اخته کسانو نښې تبه، ستړیا، اسهال او د وینو کانګې کول ښودلی.
دا ناروغی په انګولا کې په ۲۰۰۴ کې خپره شوېوه، چې له ۲ سوو څخه د ډېرو کسانو ژوند یې اخیستی و.
تېر کال په ګانا کې هم د ماربورګ ویروس له امله دوه تنه مړه شوی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ