کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۷ مه نېټه):
هیلسنکی ټایمز د راپور پر بنسټ د فنلنډ د مهاجرت ادارې ویلی، چې فنلنډ به افغان ښځو او نجونو ته په افغانستان کې د ښځو د ناوړه وضعیت له امله پناه ورکړی.
دغه راپور وایی، چې فنلنډ د داعش د ګواښ له امله د هزاره ګانو د پناه غوښتنې د منلو شرایط نرم کړی دی.
فنلنډ له ۲۰۲۱ کال راهیسې له افغانستان څخه د هېڅ پناه غوښتونکی د شړلو امر نه دی کړی.
د دغه هېواد د مهاجرت ادارې د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له ۶۱۲ کسانو څخه چې د پناه غوښتنه یې کړې وه، ۵۱۱ کسانو ته مثبت ځوابونه ورکړی دی.
د فنلنډ د حکومت په نویو لارښوونو کې د هزارګانو د پناه غوښتنې پروسه هم اسانه شوې ده.
د فنلنډ حکومت ویلی، که څه هم ټول هزاره ګان به یوازې د دوی د توکم له امله د پناه غوښتنې وړ ونه پېژندل شی، خو د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې په خبره افغانستان کې د ژوند د وضعیت د خرابېدو له امله هزاره ګان نړیوال ملاتړ ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ