کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې اروپا ته په قاچاقی لارو روان ۱۸ تنه افغانان چې د بلغاریې پر لار د تلو په موخه روان شوی وو، دغه سیمه کې یې یوه لارۍ کې مړی موندل شوی دی.
ځایی چارواکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې دغې لارې کې ټول_ټال ۴۰ تنه افغان کډوال سپاره وو چې له ډلې یې ۱۸ مړه شوی دی.
بل لور ته فرانس پرېس آژانس د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلی، دغه موټر په غیرقانونی ډول شاوخوا ۴۰ کډوال لېږدول چې تر لرګیو لاندې پټ وو.
د راپورونو له مخې دا په بلغاریا کې د انسان د قاچاق یوه له خونړیو پېښو څخه ده.
تر اوسه د دغو افغان کډوالو د مړه کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی.
د بلغاریا د روغتیا وزیر اسین مید جیدیف خبریالانو ته ویلی، په لارۍ کې د اتو نورو کسانو روغتیایی حالت هم خراب و چې روغتون ته وړل شوی دی.
افغانستان کې د د بې روزګارۍ او فقر څپې له وجې دې وروستیو کې په غیر قانونی ډول د افغانانو تللو زور موندلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ