کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت د بلغاریا پر لاره یوې لارۍ کې د ۱۸ افغان کډوالو د جسدونو د موندلو په غبرګون کې له خلکو غوښتی، چې نور دې په قاچاقی او ناقانونه لارو د تېښتې هڅه نه کوی.
دغه وزارت له نړیوالو سازمانونو او د بلغاریا له حکومت څخه هم غوښتی چې قاچاق وړونکی په نښه او د قانون منګلو ته یې وسپاری.
بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې مهال کړی، چې د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې اروپا ته په قاچاقی لارو روانه یوه لارۍ چې ۴۰ تنه افغان کډوال په کې سپاره و، اتلس تنه ترې مړه شوی او د اتو نورو روغتیایی وضعیت نازک ښودل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ