کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولین وایی، په تېرو دوو اونیو کې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۱۷۸ زره ټنه انتقالات ترسره شوی دی.
دوی زیاتوی چې تېره اونۍ د حېرتان، آقینې او تور غونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۷۸ زره ۶۰۳ مټریک ټنه توکی لېږدول شوی دی.
مسولین وایی، په یادو توکو کې ۶ زره ۸۲۷ ټنه توکی له هېواده صادر شوی، چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملی ادارې ویلی، د هرې ورځې په تېرېدو سره دوی د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والی لپاره هڅه کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ