کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د باختر آژانس د خبر له مخې په اورزګان ولایت کې له تېرې یوې اونۍ راهیسې پر بهرنیو اسعارو راکړه_ورکړه باندې بندیز شدت موندلی.
د خبر له مخې د بهرنیو اسعارو د کارونې په تور لسګونه هټۍ هم تړل شوی دی.
د راپورونو له مخې تېره ورځ هم دغه ولایت کې د پاکستانی کلدارو د استعمال او کارونې په تور یو شمېر هټیوال نیول شوی او هټۍ یې تړل شوی.
افغانستان له اوږد مهال راهیسې د بهرنیو اثارو د کارونې له امله رنځیږی، چې دې وروستیو کې یې مسوولینو د کارونې په اړه هڅې چټکې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ