کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـح الله مجاهد وایی، امیرالمؤمنین یې د حکومت له یو شمېر چارواکو سره د لیدنې پرمهال سپارښتنه کړې، چې پرته له تبعیض او تعصبه دې کار اهلې کارو خلکو ته وسپاری.
د مجاهد په وینا شېخ هبـ.ـت الله په دې لیدنه کې بدخشان، نیمروز، هرات، فراه او بادغیس ولایتونو له والیانو او نظامی چارواکو سره کتلی دی او له هغوی یې غوښتی چې خلکو سره په ښې رویې کولو دې چارو ته مسلکی خلک په دندو وګماری.
که څه هم د دغو لیدنو ویډیو یا انځور نه رسنیز کیږی، خو د حکومت ویاند ډېر کله د دغه ډول لیدنو_کتنو په اړه رسنیو سره لیکنیز اطلاعات شریکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ