طبیعی پېښو تېرو دوو ورځو کې د اتو افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلی، په تېرو دوو ورځو کې د طبیعی پېښو له امله اتو تنو خپل ژوند بایللی او ۱۶ نور ژوبل شوی دی.
د دغه وزارت ویاند شفیع الله رحیمی ویلی، چې دغه مرګ_ژوبله په بدخشان، فراه، جوزجان او بادغیس ولایتونو کې د واورې ښویېدو او طوفانونو له امله اوښتې ده.
سږ کال هېواد کې د واورې او بارانونو کچه د پخوا په پرتله یو څۀ ډېره وه، چې له همدې امله د تېرو څو لسیزو په نسبت سوړ ژمی افغانانو تجربه کړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.