افغان کرکټ لوبډله د تېرې شپې تر ماتې وروسته نن شپه اماراتو سره د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
تېره شپه د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په چوکاټ کې خپله دوهمه لوبه د متحده عربی اماراتو لوبډلې ته وبایلله.
دغه لوبه کې افغان لوبډلې وکړای شول د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره اماراتو لوبډلې ته د ۱۳۸ منډو هدف وټاکی.
د افغانستان لپاره نجیب الله ځدراڼ ۳۷ منډې وکړې، حضرت الله ځاځی ۲۷، افسر ځاځی ۱۸، رحمان الله ګربز ۱۵ او د لوبډلې کپتان راشد خان ۱۴ منډې وکړې.
د توب اچونې پرمهال افغان لوبډلې وکړای شول چې یوازې یو لوبغاړی وسوځوی.
امارات وکړای شول چې د نهو وېکټو په درلودلو سره یاد هدف پوره کړی.
د افغانستان د کرکټ ملی لوبډله د شل اوریزو کرکټ سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې په لسم ځای کې ده.
نن شپه شپږ نیمې بجې به دواړه لوبډلې د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوی، چې ګټل به یې د دواړو لوبډلو لپاره د لوبلړۍ ګټل وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.