کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۳۰ مه نېټه):
د مالیې وزارت له لوری په یو ټویټ کې ویل شوی، چې د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې د هرات ګمرک عواید ۱۹.۷ میلیارد افغانیو ته رسېدلی، چې دا کچه د تېر کال په پرتله ۶۸ سلنه ډېروالی ښی.
دغه ټویټ کې ویل شوی، چې د تېر کال په لومړیو لسو میاشتو کې د یاد ګمرک عوایدو کچه ۱۱.۷ میلیارد افغانۍ وه.
سرچینه لیکی، په عوایدو کې ډېروالی د مالیې وزارت د غوره مدیریت روښانه مالی تګلارو د ژمنو او مسلکی کسانو ګمارلو له فساد سره مبارزې ګمرکونو کې سوادګرو ته د اسانتیاوو برابرولو له امله راغلی دی.
د اوسنی حکومت په راتګ سره د مالیاتو ټولولو کې چټکتیا راغلې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ