کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
وروسته له هغې چې تېره شپه ناوخته د افغان حکومت له لوری د تورخم دروازه د پاکستانی لوری د ژمنو نه عملی کولو له امله وتړل شوه، اوس سهار وخته تورخم دروازه کې د درنو او سپکو ډزو غږونه اورېدل کیږی.
که څه هم تر اوسه رسمی سرچینو په دې تړاو څۀ نه دی ویلی، خو له سیمې څخه ځایی یو شمېر اوسېدونکو ګهیځ ته ویلی چې سیمه کې د سپکو او درنو وسلو ډزې له شاوخوا نیم ساعت وړاندې پیل شوی.
تر اوسه د دغو ډزو علت او په کې دواړو لورو ته د اوښتې مرګ_ژوبلې په اړه رسمی سرچینو څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ