کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه):
د ترکیې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر یونس سیزر تېره ورځ په انقره کې خبریالانو ته وویل، چې د مارش، قهرمان او حتای له ښارونو پرته په نورو ولایتونو کې د لټون عملیات په رسمی ډول پای ته ورسېدل.
د چارواکو په وینا په دغه هېواد کې د وروستۍ خونړۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۴۱ زرو تنو ته رسېدلی دی.
د جرمنی د DPA خبری اژانس د راپور له مخې د ترکیې په ګاونډی سوریه کې بیا ۵ زره ۹ سوه کسان وژل شوی، خو ښایی دا وروستۍ شمېره نه وی، ځکه چې په سوریه کې د قربانیانو شمېر به ژر د جګړو له امله معلوم نه شی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې دغې زلزلې په سوریه کې ۸،۸ میلیونه وګړی اغېزمن کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ