کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
په داسې حال کې چې سوریه د جګړو او وروستۍ زلزلې له امله سخته ځپل شوې، د دغه هېواد رسمی خبری آژانس سانا ویلی، چې ولسمشر بشارالاسد عمان هېواد ته په سفر تللی او هلته یې له خپل سیال سره کتنه کړې ده.
د سوریې رسمی خبری آژانس سانا عمان ته د بشارالاسد د ورتلو انځورونه هم خپاره کړی دی.
دغې آژانس زیاته کړې، چې دغه سفر کې بشارالاسد له خپل عمانی سیال هیثم بن طارق سلطان سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړی دی.
تر دې وړاندې سوریه او ترکیه کې تر خونړۍ زلزلې وروسته سوریایی چارواکو نیوکه کړې وه، چې نړیوالو سوریه په دغه سخت وخت کې له پامه غورځولې او هېره کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ