کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلی، چې تازه له ایران څخه نږدې ۲ نیم زره نور افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوی دی.
دغې وزارت ویلی، چې ۲ زره ۴۹۷ تنه افغان کډوال د تېرې شنبې او یکشنې په ورځ د نیمروز د ورېښمو پله او هرات د اسلام کلا بندرونو له لارې هېواد ته ستانه شوی دی.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دغو خلکو له ډلې ۱ زر ۶۴۷ کسان د اسلام کلا له پولې او ۸۵۰ کسان د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوی دی. د کډوالو چارو وزارت ویلی، چې د راستنو شویو کسانو له ډلې یې ۲۶۰ تنه د مرستې ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان IOM دفتر ته ورپېژندلی دی.
دې وروستیو کې ګاونډیو هېوادونو کې افغان کډوالو سره د بد چلند له امله ګڼ شمېر کډوال په ستونزو کې راګیر دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ