زمونږ او تاسې په پخوانیو کلتوری ادبیاتو کې ډېرې داسې کیسې او افسانې شته چې کومه شاهزادګۍ چې ډېره بې حده ښکلې وی، ګڼ شاهزاده ګان او د دربار ځوانان پرې مین وی او هر یو د هغې د ترلاسه کولو هلې ځلې کوی.
داسې ښکاری چې په اوسنی عصر کې د افغانستان بهیدونکې اوبه او د هغې پر مټ د ګاونډیانو له خوا د خپلې خاورې او سیمې آبادولو قضیې هم تقریباً هماغه حیثیت خپل کړی او اوس همدې افسانوی شهزادګۍ ته ورته ښکاری.
دا کیسه تر دې را یاد شوه چې تقریباً دوه میاشتې وړاندې د سږ د ژمی د ساړه موسم په سر کې په پلازمېنه کابل او د هېواد په لویو ښارونو کې د وارداتی برېښنا حجم بېخې کم شو او وویل شول چې ازبکستان هغه اندازه برېښنا افغان لوری ته نه ورکوی چې په دوه اړخیز تړون کې یې هوکړه شوې ده.
هغه وخت د برېښنا له کمښت سره هم مهاله داسې آوازې او تبصرې هم خپرې شوې چې ګواکې د افغان حکومت له خوا د “قوش تېپې” د کانال په کارونو کې چټکتیا ازبکستان او زموږ ځینې نور شمالی ګاونډیان اندېښمن کړی دی او د آمو سیند له اوبو څخه خړوبېدونکې د هغوی ځینې پروژې یې د زیانمېدو له ګواښ سره مخ کړې دی.
هغه وخت دا موضوع په ډېر شد او مد مطرح کېدله چې ازبکستان په همدې دلیل د شویو تړون خلاف افغان لورې ته په قرار داد کې ذکر شوې اندازه برېښنا نه ورکوی او پدې توګه غواړی پر افغان لوری فشار راوړی.
خو د دې سره سره هغه وخت نه د ازبکستان هېواد دا موضوع یاده کړه او نه هم افغان لوری پدې اړه کومه تبصره وکړه، بلکې د دواړو خواوو په رسمی بیانونو کې د هوا سړښت او د انرژۍ د تولید د لړۍ اغېزمنتیا د دې خنډ او ځنډ لامل و ګڼل شو او خبره خلاصه شوه.
خو اوس چې د افغانستان او ازبکستان تر منځ د برېښنا د پېر او پلور تړون تر ډېره بریده عملی کېږی او په پلازمېنه کابل او نورو لویو ښارونو کې د برېښنا د نشتوالی ستونزه هم کمه شوې بیا هماغه خبرو ته د ځینو کړیو له خوا لمن وهل کېږی او داسې مسایل مطرح کېږی چې ګواکې ازبکستان د افغانستان په شمال کې د قوش تېپې د اوبو کانال له جوړېدو نا خوښ دی او د دې کانال جوړېدنه د یاد هېواد ځینی سیمې د اوبو له کمښت سره مخ کوی.
په زړه پورې داده چې نه پرون د وارداتی برېښنا د کمښت پر وخت او نه اوس د سیمی او نړۍ د رسنیو له خوا د دې موضوع د بیا راپورته کېدو پر وخت، ازبکستان په رسمی توګه او له رسمی ډیپلوماتیکو چینلونو پدې تړاو هېڅ هم ندی ویلی، خو هغه د دری ژبو په اصطلاح د “کاسه داغتر از آش” په مصداق ځینې نورې کړۍ او په تېره بیا ایرانی رسنۍ دې موضوع ته ډېره لمن وهی او په څنګ کې یې ایران ته د هلمند د سیند د بهېدونکو اوبو د مقدار له کمښت نه هم شکایت کوی او هغه د چا خبره د خپل حق دعوه هم ورسره راپورته کوی.
د بېلګې په توګه همدغه خبر یادولای شو چې څو ورځې وړاندې په ډېره پارونکی بڼه یوه ایرانی خبری آژانس له “اکونومېسټ” مجلې څخه، پدې اړه را نقل کړی ؤ او ادعا یې کړې وه چې د افغانستان په شمال کې د “قوش تېپې” کانال چارې په بشپړیدو دی، خو د یادې مجلې په خبره ددې کانال بشپړېدل کېدای شی په سیمه کې یو لړ نښتو ته لمن ووهی، ځکه د دوی په ادعا د دغه کانال بشپړېدل به په سرحدی سیمو کې د ازبکستان ځینې کرهنیزی پروژې زیانمنې کړی.
دغه ایرانی آژانس د خپل راپور په دوام (پداسې حال کې چې څرګنده نده چې دا د دوی خپل تحلیل دی که یې له اکانومېسټ مجلې را نقل کړی)، زیاتوی چې امکان لری د قوش تېپې کانال بشپړیدل د ازبکستان او افغانستان اړیکې سره خرابې کړی.
په زړه پورې یې هم داده چې ایرانی رسنۍ په ټولیزه توګه کله چې د افغانستان د اوبو د بهیر په اړه تبصره کوی، د هلمند د سیند اوبه خوامخوا ورسره یادوی چې د دوی په ادعا، افغانستان د ظاهر شاه د سلطنت پر وخت د شوی تړون خلاف، د یاد سیند له اوبو څخه د ایران حق په بشپړه توګه نه ورکوی.
د اوبو بحث او په ګډو اوبو کې د هر هېواد حق یو تخصصی او تخنیکی بحث دی چې نه یې دا کرښې ځای دی او نه یې دا قلم د تحلیل توان لری، خو دا چې د افغانستان د سیندونو له اوبو څخه یې راته د هماغه افسانو او خیالی داستانونو ښکلې شهزادګۍ جوړه کړې چې ټول یې طلبګار دی او هر څوک غواړی د ترلاسه کولو په لار کې یې جګړه وکړی، دا نو بیا په خپله یو پارونکی او غیر اصولی بحث دی.
له ګډو اوبو څخه د خپل حق د غوښتلو پر سر شخړې او لانجې شاید د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم رواج وی خو دا چې لکه افغانستان غوندې په وچه کې راګیر هېواد دې د خپلو شته کم اندازه اوبو پر سر له هر ډول پر مختګ څخه محروم کړای شی، شاید په نړۍ کې به یې کم ساری ولیدل شی.
که څه هم د “قوش تېپې” د کانال په اړه وړمه ورځ د افغانستان د حکومت د مرکزی ویاند، په ظاهره د دې ډول کومې جګړې د پېښېدو اندېښنې بې ځایه وګڼلې، خو بیا هم د افغانستان د ځینو شریرو ګاونډیانو د کلونو کلونو توطیو او دسیسو ته په پاملرنې سره، شک نشته چې دا ډول کومې جګړې ته دې هم لمن ووهل شی.
ځکه نو مونږ پدې اند یو چې د هېواد د مادی او تخنیکی پر مختګ په لار کې دې دا ډول ستونزې او نا خوالې هم له پامه نه غورځول کېږی او په حکمت او تدبیر سره دې د هغې د حل لپاره لاره ولټول شی تر څو د نن وړه ستونزه، خدای نا خواسته د سبا په لوی ناورین وانوړی. “پای”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ