معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تخار کې د آمو سیند غاړو ته د تحکمیاتو پروژه پیل شوه

تخار کې د آمو سیند غاړو ته د تحکمیاتو پروژه پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال مجیب الرحمن او سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې د دغه ولایت د دشت قلعې ولسوالۍ د ای خانم بندر په صفري نقطه کې د آمو سیند غاړو د تحکیماتو پروژه پیل شوه.
راپورونه وایي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د دې پروژې د چارو پر چټکتیا او کېفیت ټینګار کړی او په یاد ولایت کې د آمو سیند له اوبو څخه په زیانمنېدونکو ساحو کې د عملي چارو له پيله يې ډاډ ورکړی دی.
تر دې وړاندې د جوزجان په قرقین ولسوالۍ کې هم د آمو سیند غاړو ته د تحکیماتو پروژې چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پیل شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس