د راتلونکی کال بودیجه کې لویې اقتصادی پروژې په پام کې نیول شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه):
د مالیې وزارت مسوولینو ویلی، چې د ۱۴۰۲ مالی کال د بودیجې پر مسودې کار روان دی او هغه پرمختیایی پروژې په کې په پام کې نیول کیږی، چې د هېواد او خلکو پر اقتصادی ودی ډېر اغېز ولری.
دغه وزارت زیاتوی چې د ۱۴۰۲ مالی کال د بودیجې ترتیبولو بهیر پیل شوی او د تېر په څېر یې د ۱۴۰۲ مالی کال د بودیجې ترتیبولو لارښود ټولو ادارو ته استولی دى.
د مالیې وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې یادو ادارو له ټاکلی ضرب الاجل سره سم د بودیجې طرحې مالیې وزارت ته استولی او اوس مهال د ۱۴۰۲ مالی کال د ملی بودیجې پر مسودې کار روان دی.
د وزارت په خبره، د بودیجې ترتیب په پروسه کې یوازې د مالی کال بدلون موندلی، ځکه د دوی په وینا مخکی به مالی کال د مرغومی له لومړۍ خو اوس د وری میاشتې له پیل سره سم پیل کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.