اقتصادی او بانکی محدودیتونو افغان ولس زیانمن کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جاپان له سفیر تاکاشی اوکادا سره لیدلی.
راپورونه وایی، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې کړی.
افغان لوری زیاته کړې، چې اقتصادی بندیزونو او بانکی محدودیتونو افغان ولس زیانمن کړی او دغه بندیزونه د هېڅ لوری په ګټه نه دی.
نوموړی زیاته کړې، چې یوازې خبرې او تفاهم ستونزې حل کولی شی.
د حقانی په وینا ستونزې کمې نه دی، خو له مشرتابه تر سرتېری ټول لګیا دی، چې امنیت تامین، افغانستان آباد او له نړۍ سره ښې اړیکې وساتی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، چې که نړیواله ټولنه په ښه نیت رامخته شی، د بې باورۍ اوسنۍ فضا به بدله او د تفاهم لاره به غوره شی.
په دې لیدنه کې د جاپان سفیر تاکاشی اوکادا پر افغانستان د اقتصادی بندیزونو او نورو ننګونو د حل هیله څرګنده کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په دې برخه کې به له افغانستان سره هر راز مرسته وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.