کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې حنا ربانی کهر ویلی، پاکستان کې د ناامنۍ وروستۍ پېښې له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو له نامسوولانه وتلو څخه سرچینه اخلی.
نوموړې په تازه څرګندونو کې ویلی، چې د ناټو ځواکونو دغه ډول وتلو د سیمې پر امنیت ناوړه اغېز کړی دی.
هغې دغه راز زیاته کړې، چې دوی د وروستیو نا امنیو د مهارولو وړتیا نه لری.
د پاکستان د سیاستونو یو شمېر منتقدین دغه هېواد د تروریزم په پاللو او په دې توګه د خپلو ګټو د خوندی کولو تور لګوی.
نوموړې دغه څرګندونې په داسې مهال کړی چې افغان چارواکو له خپل هېواده نورو ټولو هېوادونو ته د ضرر نه رسېدو ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ