کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
داعش ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د خراسان لپاره د داعش ډلې مشر اعجاز امین اهنګر چې داعش ډله کې په ابو عثمان الکشمیری په نوم پېژندل کېده، د افغانستان جنوب کې د افغان حکومت سره د یوې نښتې په ترڅ کې وژل شوی دی.
د افغان حکومت تر اوسه د نوموړی د وژل کېدو په تړاو څه نه دی ویلی، خو د دوی له لوری په دې وروستیو کې د دغې ډلې پر وړاندې عملیاتو زور موندلی، چې له امله یې مرکز کابل او یو شمېر نورو ولایاتو او سیمو کې دغې ډلې پورې تړلی یو شمېر کسان د سرپرست افغان حکومت له لوری نیول شوی او یا له منځه وړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ