کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې نیویارک کې یوې محکمې ویلی، د سپټمبر ۱۱مې بریدونو تاوان باید د افغانستان اوسنی واکداران ورکړی، نه د افغانستان پخوانی اسلامی جمهوری دولت او یا هم افغانان.
امریکا کې د نیویارک د منهټن ښار د یوې محکمې قاضی جورج ډانیلز ویلی، د اساسی قانون محدودیت له مخې یې ونه شو کولی چې د افغانستان اوسنی نظام د مشروع حکومت په توګه وګڼی او له همدې امله یاده شتمنی د افغانستان بانک پورې اړه لری.
د دوی په خبره په داسې حال کې چې د ولسمشر بایډن حکومت هم د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت نه پېژنی، نو د امریکا محاکم هم دا واک نه لری چې دې پایلې ته ورسېږی، چې له نهو نهه نیم ملیارده ډالری شتمنیو ۳.۵ میلیارد ډالر د سپټمبر د پېښې قربانیانو ته ورکړی.
دغې قاضی ویلی، قربانیانو ته د دې شتمنۍ ورکولو اجازه د داسې حکم په معنا ده چې د ط.البانو اوسنی نظام د افغانستان قانونی حکومت دی.
دغه محکمې په داسې حال یاده پرېکړه کړې چې تر دې وړاندې د سپټمبر ۱۱ مې پېښې د قربانیانو کورنیو د افغانستان له شتمنیو د ۳.۵ میلیونه ډالرو د تاوان اخېستو غوښتنه کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ