د اوکراین جګړې تر دا مهاله ۲۱ زرو څخه زیاتو ملکی وګړو ته مرګ_ژوبله اړولې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
ملګری ملتونه وایی، پر اوکراین د روسیې د تېر کال د برید له پیل راهیسې په دې هېواد کې له ۲۱ زرو زیاتو ملکی وګړو ته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د بشری حقونو کمېشنر ولکر ترک ویلی، چې د دغې جګړې له پیله تر اوسه ۸ زره ۶ سوه تنه وژل شوی او ۱۳ زره ۲۷۸ تنه نور ټپیان شوی دی. هغه ویلی چې اکثره مرګ_ژوبله نویو ځوانانو او ډېرو زړو ته رسېدلې.
نوموړی په محتاطانه ډول ویلی، چې ښایی دا د ټولې مرګ_ژوبلې یوه کوچنۍ برخه وی.
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د اوکراین او روسیې تر منځ د جګړې له پیله تر اوسه شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړی له خپلو سیمو بې ځایه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.