کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت له لوری په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې د یاد پلاوی سره د حکومت د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال ولیدل.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو مناسباتو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادی همکاریو د پراختیا په باب بحث او خبرې کړی.
د خبرپاڼې له قوله برادر له پلاوی غوښتنه کړې، چې سوداګری او اقتصادی مسایل باید له سیاسی او امنیتی مسایلو جلا او د سیاست ښکار نشی.
دغه راز برادر پاکستان کې د افغان بندیانو خلاصون، تورخم او سپین بولدک کې د مسافرو په تګ_راتګ کې اسانتیا رامنځته شی او عاجلو ناروغانو ته په تلو کې ځانګړې اسانتیا په پام کې ونیسی.
پاکستانی پلاوی بیا خپلو خبرو کې د ذکر شویو مسایلو د حل ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوند وزارتونه او موظفې شوې کمېټې په چټکۍ سره کار وکړی.
دغه پلاوی په داسې مهال کابل ته سفر کوی چې دې وروستیو کې تورخم لاره د تړل کېدو له امله د دواړو لورو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ