کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې پاکستان له سخت اقتصادی بحران سره مخ دی، د دغه هېواد لومړی وزیر نن ورځ اعلان وکړ، چې وزیران او سلاکاران به نور معاشونه نه اخلی.
شهباز شریف په یوه خبری غونډه کې وویل چې وزیران به د معاش نه اخیستو سربېره د ګاز، اوبو او برېښنا پیسې هم له خپلو جېبونو ورکوی.
دغه راز پرېکړه شوې، چې له وزیرانو څخه به لوکس موټر بېرته اخیستل کیږی او لیلام کیږی به.
د دې ترڅنګ پاکستانی وزیران تر دې وروسته نور په بهرنیو سفرونو کې په پنج ستاره هوټلونو کې نه پاتې کیږی.
د پاکستان لومړی وزیر دغه څرګندونې په داسې مهال کړی چې دې وروستیو کې پاکستان د سخت اقتصادی زوال سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ