کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۳ مه نېټه):
زلمی خلیلزاد ویلی، د افغان حکومت د اوسنیو چارواکو په یو لړ خاصو عملیاتو کې د ابو عثمان کشمیری په نوم د داعش د مشر او مشهور ترورېست اعجاز امین وژلی دی.
د ده په خبره دغه ډول اقدام څرګندوی چې اوسنی افغان چارواکی د دوحې په تړون کې له داعش سره د مبارزې ژمنې ته عملی بڼه ورکړې ده.
خلیلزاد زیاته کړې، چې د دوحې تړون عملی کول د افغان چارواکو او امریکایی دواړو لورو په ګټه دی چې باید د لا ښه تطبیق کېدو لپاره یې باید د دواړو خواوو له لوری یوه منظمه لار نقشه جوړه او دغه هوکړه په بشپړ ډول پلی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ