معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره ورځ اماراتو کې (I2U2) اقتصادي ډلې لومړۍ غونډه وشوه

تېره ورځ اماراتو کې (I2U2) اقتصادي ډلې لومړۍ غونډه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د عربي رسنیو د خبر له مخې تېره ورځ د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې د (I2U2) اقتصادي ډلې لومړۍ غونډه چې اسراییلو او امریکا په ګډون په کې څلور هېوادونو ګډون کړی و، جوړه شوه.
د راپورونو له مخې دغه څلور اړخیزه غونډه د متحده عربي اماراتو، اسراییلو، امریکا او هند ترمنځ جوړه شوې وه.
دغه غونډه کې د یادو هېوادونو استازو د خوړو د خوندیتوب، اوبو، انرژۍ، فضا، ترانسپورټ، روغتیا او ټکنالوژۍ په برخو کې له یو بل سره د همکارۍ په اړه خبرې کړي دي.
تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو له لوري اسراییلو سره د اړیکو ټینګښت له امله نیوکې هم شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس