د تل پاتې سولې لپاره ملی بحث ته اړتیا ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې له سیاسی مرستیال سره لیدنه کې ویلی، چې هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره د افغانانو ترمنځ ملی بحث ته اړتیا ده.
کرزی ویلی، چې روانو ناخوالو د حل لپاره باید په ملی کچه د افغانانو ترمنځ خپلمنځی ناسته او خبرې وشی.
نوموړی په دې لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون په ګډون د هېواد پر روانو چارو هم خبرې کړی دی.
تر دې وړاندې ځینو نورو سیاستوالو هم په ملی کچه هېواد کې د خبرو_اترو په ترسره کېدو ټینګار کړی، خو د سرپرست افغان حکومت چاواکو ویلی، اوس وخت د دې نه دی چې له سیاستوالو سره په خبرو_اترو باندې وخت ضایع شی.
دوی ویلی، چې غېږ یې ټولو افغانانو ته خلاصه ده او هر افغان وګړی کولی شی چې پرته له کوم ډار او وېرې خپل هېواد ته راستون او دلته ژوند وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.