هغه کتابونه چې د دینی او ملی ګټو خلاف وی، له کتاب پلورنځیو راټولیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، هغه کتابونه چې د هېواد له دین او ملی ګټو سره په ټکر کې وی، د دغه وزارت له لوری به راټول کړل شی.
د دوی په خبره، د خپروونکو له خوا زرګونه دا ډول کتابونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته سپارل شوی هم دی.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د څارنې مشر عبدالحق حماد ویلی، اوس هم په سلګونو کتابونه په بازار کې لرو چې د اسلام خلاف، د اسلام د اصولو خلاف او یا هم د سیکولریزم او داسې نورو مفکورو د ترویج په موخه لیکل شوی، چې د ځوانانو ترمنځ د بد اخلاقۍ د خپرېدا لامل کیږی.
په همدې حال کې د افغانستان د کتاب پلورونکو او خپرونکو اتحادیې ویلی، په تېرو شلو کلونو کې په هېواد کې دغه ډول محتوا لرونکی کتابونه یا وارد شوی او یا هم دلته خپاره شوی دی.
اتحادیه زیاتوی چې د دا ډول کتابونو د خپرېدو د مخنیوی لپاره به دوی هم هڅې وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.