کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د پاسپورت عمومی ریاست نن په یو خبری ناسته کې وویل، چې د پاسپورت د وېش بهیر به د کب میاشتې له ۱۰مې نېټې په ټول هېواد کې بېرته پیل شی.
د پاسپورټ عمومی رییس عبدالکریم حسیب په دغه خبری غونډه کې زیاته کړې، چې راتلونکې چهارشنبه به په ټول هېواد کې د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل شی.
افغانستان باندې د اوسنی نظام تر حاکمیت وروسته مسوولینو د تخنیکی ستونزو له وجې د پاسپورټونو د وېش بهیر ځنډولی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ