کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۴ مه نېټه):
د حج عمرې یو شمېر غوښتونکی وایی، د دوی پاسپورټونه چې پر سټیکر لګول شوی، د حج د ثبت لپاره نه منل کیږی.
د دغو حج عمره غوښتونکو له ډلې څخه یو تن یې رسنیو ته ویلی، چې په سټیکر سره یې خپل پاسپورت نوی کړی، خو د ده په خبره له لګښت سره_سره دغه تمدید شوی پاسپورټونه د سعودی له لوری نه منل کیږی.
د حج او اوقافو یوه شرکت هم رسنیو ته ویلی، چې غوښتونکی کولای شی د سټیکر له نوی کولو پرته یوازې د اعتبار وړ پاسپورټونو سره چې موده ولری، نوم لیکنه وکړی.
شرکت زیاته کړې، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې دا ستونزې به ژر حل شی.
تر اوسه په رسمی ډول د دغې ستونزې په اړه مسوولینو څه نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ