کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د ایرانی رسنیو د راپور له مخې د سرپرست افغان حکومت یو پلاوی د لوی څارنوال شمس الدین شریعتی په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
دغو رسنیو زیاته کړې، چې یاد پلاوی به له ایرانی چارواکو سره د افغان بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه تهران کې له یو شمېر ایرانی چارواکو سره لیدنې وکړی.
د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجـ.ـاهد هم ویلی، چې دغه پلاوی د ایران په زندانونو کې د بندو افغانانو د خوشې کولو په موخه تللی دی.
نوموړی ویلی، سرپرست افغان حکومت غواړی چې افغانان په هېڅ هیواد کې زندانی پاتې نه شی.
د ده په خبره د همدې ستونزو د حل لپاره یې د لوی څارنوال په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی دی.
دې وروستیو کې د ایرانی چارواکو له لوری افغان کډوالو سره د سخت چلند له امله په زرګونه افغانان بېرته هېواد ته راستنیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ