د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکی عوایدو کې زیاتوالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د مالیې وزارت له لوری په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوی، چې له هېواده د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکی عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
دوی زیاته کړې، چې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواده شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوی، چې یو میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکی محصول ترې لاسته راغلی دی.
اعلامیه زیاتوی چې د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه ۲.۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوی چې په دې سره ۱۲ میلیارده او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ ګمرکی محصول راټول شوی.
د اعلامیې په وینا ګمرکونو کې د سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې هم رامنځته شوی چې تر دې وروسته به د تورخم ګمرک له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات تر سره شی.
وړاندې تر دې د تورخم له لارې د ډبرو سکرو صادراتو ته اجازه نه وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.