د لندن ښاروال افغان او اوکراینی پناه غوښتونکو ته کورونه جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۶ مه نېټه):
د لندن ښاروال صادق خان په دغه ښار کې د افغان او اوکراینی پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې د ۶ سوه کورونو د جوړولو خبر ورکړ.
د انګلیسی رسنیو د خبر له مخې دغه پروګرام به د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د مارچ تر 31مې نېټې دوام وکړی.
صادق خان تېره ورځ ویلی، چې د پناه غوښتونکو د کورونو پروګرام د افغانانو او اوکراینیانو لپاره دی چې د بحرانونو له کبله له خپلو هېوادونو وتلی او اوس په لندن کې اوسیږی.
د لندن ښاروال ټینګار کړی چې زیات پناه غوښتونکی په داسې لنډمهاله کورونو کې اوسی چې د استفادې وړ نه دی.
د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې درې اونۍ مخکې راپور ورکړی و چې دا مهال په بریتانیا کې شاوخوا ۹ زره افغانان له خپل هېواده تر لېږدولو ۱۸ میاشتې وروسته هم په لنډمهاله کورونو کې شپې_ورځې سبا کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.